د طالبانو وحشت، د نظارشورا د چړچو د دوام لامل
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

 

یو دوست مې، د ایمیل په مټ نیوکه کړې وه چې په لیکنو کې د افغانانو او افغانستان په وړاندې د نظارشورا او اسلامی جمعیت د تیریو ، ظلمونو او وحشتونو په اړه  د طالبانو او اسلامي ګوند د تیریو او وحشتونو په نسبت لږه اړیکه نیسم او د دې دواړو سړیخورو بهیرونو د افشا او رسوايی په برخه کې عدالت، ګوندې نه رعایت کوم. د هغه د ایمیل له متن څخه داسې څرګندیده چې د نوموړی په اند د هیواد په جنوب او د پښتنو منځ کې سړیخواره باید د هیواد په شمال او ناپښتنوافغانانو منځ کې له سړیخورو څخه لږ رسوا شي ، ترڅو له دې لارې پښتنو سره دده په ګومان مرسته شوې وي . داچې په دولت کې د پښتنو ونډه لږه ده، د ده په اند د پښتنو د مذهبي توندلارو باید یوڅه مراعت وشي چې له دې لارې په دولت کې د پښتنو ونډه زیاته کړو !

همدارنګه د نوموړي په اند ، د پښتنو مذهبي توندلارې باید هومره وځپل شي چې انډول يي د نورو قومونو د توندلارو په وړاندې خراب نه شي ، واک او شمېر يي له هغو څخه کم نه شي. که پښتنو کې د توندلارو رقم، د نورو قومونو د توندلارو له رقم څخه لږ پورته وي، دا به بویه د پښتنو په ګټه وي !

زما په اند دا یوازې زما د دې دوست چې ماته يي په ایمیل کې نیوک وزمه سلا رالیږلی اندتوګه نه ده، بلکې داسې ډېر افغانان  شته چې داشان فکر لري او دا د ستونزو حل لار ګڼي !

زه دې دوست او هغه افغانانو ته چې دې ته ورته فکر لري، د انقلابي شاعر ارواښاد اجمل په ژبه ځواب وایم :

چې نیشه د استبداد لري په سر کې

ماته یو دی که مغل وي که افغان

دواړه بهیرونه یانې د نظارشورا ، جمعیت او د دوی لارویان او بلخوا طالب ، اسلامي ګوند او د دوی پلویان د مرکزي حکومت د پیاوړتیا دوښمنان دي . د دې دواړو لورو ګروهه لار او موخه لار تر ډېره بریده سره یوه ده خو تاکتیکې غوښتنې او تګلار يی په ځينو برخو کې سره توپير لري . دواړه لوري مذهبي توندلاري دي خو یو لوری يي د مرکزي حکومت په وړاندې وسلوال جنګیږي او د جګړې ډګر تود ساتي او بل لوری بیا د حکومت په دننه کې سبوتاژ کوي او حکومت اجتماعي خدماتو ، ولس سره اړیکو او پیاوړتیا ته نه پریږدي . دواړه لوري په جهاد او مقاومت سوداګري کوي او د جهاد بولاله توده ساتي، ساده زړې او سپيڅلې افغانان يي برمته کړي او مرکزي حکومت سره يي مخالفت او دوښمنۍ ته لمسوي .

طالبانو ، اسلامي ګوند او پلویانو يي د جګړې په دوام سره مرکزي حکومت کمزوری کړی او په زوره يي د نظارشورا او جمعیت په منګولو کې ورټېل وهلی. حکومت اړ شوی چې طالبانو سره د جګړې په لامل د نظارشورا او جمعیت په ملاتړ که څه هم درواغجن او د شا لخوا د خنجر وهلو په بیه دی ، ډډه ولګوي. جګړې نظارشورا ته فرصت ورکړی ترڅو دولت کې پراخ لاس ولري، سبوتاژ وکړي ، د اداري فساد ژرنده چالان وساتي او هم په دې وسیله افغانانو او نړیوالو ته د مرکزي دولت نیمګړي او ناکامه څېره پرله پسې او بیا بیا وځلوي . ناټو د ډاډمنو لاسوندونو په وړاندې کولو سره په روستیو کې د ۴۲ میلیون ډالرو د اختلاس دوسیه رامخته کړې چې هغې کې د پروني لوی درستیز او د اوسني کورنیو چارو د وزیر بسم الله خان محمدې د اختلاس برخه ۲۸ میلیون ډالرو ته رسیږي .

بلخوا طالبان ، اسلامي ګوند او پلویان يي افغاني روشنفکرانو په تېره بیا د پښتنو روشنفکرانو سره اړخ نه لګوي او په لجاجت او سرتمبګۍ سره یو زیات شمېر روشنفکران يی له ځانه شړلي او د هغو تشه يي خپلو تنظیمو کې په سړیخورو ډکه کړي . خو نظارشورا او جمعیت بیا خپل روشنفکران پالي او په حکومت کې ورسره یوځای کار کوي . دې حالت هم د جمعیت او نظارشورا تله درنه کړي او د دوی د چړچو لپاره يي لاره اواره کړې . همدارنګه اسلامي ګوند د داسې سوچه اسلامي حکومت چې په سلو کې زر خالص وي او په هغه کې د یوه روشنفکر لپاره د خدمت ځای نه وي، د تاسیس په لټه کې دی او طالبان بیا د ۱۴ پیړیو مخکې د دیوانو او پیریانو واکمني غواړي چې هلته نه یوازې روشنفکر ځای ونه لري بلکې لوستي خلک يی هم پکې د ګډون حق ونه لري !

همدارازجمعیت او نظارشورا د واک لاندې سیمو کې ښوونځي جوړي ، پوهنتونونه پرانیزي ، سړکونه او پلونه جوړوي . د نجونو ، ښځو او نارینه و لپاره کارځایونه پرانیزي ، هنر او موسیقي سره مینه پالي ، سوداګري کوي ، ابادي کوي او پر مخ ځي خو طالبان او اسلامي ګوند او لارویان يی په تېره بیا د پښتنو سیمو کې ښوونځي سوځوي ، ښوونکي او استادان وژني، سړکونه او پلونو ته بمونه ږدي او الوځوي يي .نجونو او ښځو سره پدري دوښمني پالي ، د هغوی پر مخونو تیزاب ورشیندي ، نه يي ښوونځي ته پریږدي او نه يي کار ته ! د هنر او موسیقي تاریخي دوښمنان دي ، هنرمندان وژني ، له سندرغاړو ستوني پریکوي او لرغوني اثار لکه د بامیانو بتان په توپونو ولي او الوځوي يي !

د ټولټاکنو په بهیر کې چې نن سبا په ټوله نړۍ کې د حکومتونو او دولتونو د تغییر او بدلون یوازینۍ منل شوې لار ګڼل کیږي، جمعیت او نظارشورا د واک سیمو لاندې افغانان نسبتآ ازاد پریښودل چې ټاکنو کې برخه واخلي خو طالبانو او اسلامي ګوند بیا نه یوازې داچې ټاکنو ته افغانان پرنښودل بلکې چا چې په ټاکنو کې غوښتل برخه واخلي، سر يي ترې پریکاوه . له دې لارې هم طالبانو او اسلامي ګوند جمعیت او نظارشورا ته لار پرانیستې پریښوده چې په دولتي واک کې غوښن ځای ولري او له دې اړخه هم حکومت پیاوړتیا او کار ته پرنیږي .   

جمعیت او نظارشورا د مذهبي توندلارو اندیښنو سره سره ، د واک لاندې سیمو خلک نړۍ ته مهذب ورپيژني ، تمدن سره اړخ لګوي ، نړیوالو سره سوداګریزه ، فرهنګي او نورې کاري اړیکې تودې ساتي او ځان نړیوالو ته ویاړمن او باکلتوره ورپيژني . طالبان او اسلامي ګوند بیا افغانان او پښتانه نړۍ ته شاړ شډل او له سړیتوب سره نااشنا ورپيژني . نړیوال تمدن او کلتورسره اړخ نه لګوي . سیمې او نړۍ ته په تېره بیا پښتانه زیږه او تراخه وړاندې کوي . د طالبانو او اسلامي ګوند د افراطي کړنو پر بنسټ نړیوال اوس ټول پښتانه د طالبانو په نوم یادوي چې ګوندې دا قوم له نړیوال تهذیب او تمدن سره هیڅ اړخ نه لګوي او په دې توګه يي پښتانه په نړیوال ډګر کې ګوښه کړي دي .

د لویدیځ ، امریکا او هند سره دوښمني او د اړیکو د نه درلودلو نغاره هم طالبان او نور توندلاري ، د پنجاب او ایران د ګټو لپاره وهي ، نه د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ .

کیدای شي ځیني کسان دا لاملونه وړاندې کړي چې ګوندې د طالبانو او اسلامي ګوند شاته ای ایس ای ولاړه ده او پنجاب د خپلو موخو لپاره دا ډلې رامنخته کړي دي . د پښتنو د سپکاوۍ او وراکاوۍ لپاره دا هرڅه پنجاب کوي او اصلي دوښمن پنجاب دی .

په پورته خبرو کې د شک هیڅ ځای نشته. ستونزه دا ده چې پنجاب پخپل لاس او د پنجابي په وجود کې دا هر څه نه ترسره کوي بلکې دا ټولې ورانۍ او سپکاوۍ د افغانانو او پښتنو په لاس سرته رسوي. کله چې پښتون تنظیم خپله پلازمېنه کابل په توغندیو ورانوي او د پنجاب پلازمېنه اسلام اباد ودانوي ، خپل مرکزي حکومت پیاوړتیا ته نه پریږدي او د پنجاب د پیاوړتیا لپاره کار کوي بیا له پنجاب ، ایران او نورو څخه ګیله نه ده په کار .

زه دلته د بېلګې په توګه د اسلامي ګوند د یوه کادر د لیکنې یوه برخه رااخلم ، نوموړي لیکي «  د مقاومت لیکي باید متوجه وي چې د یوه ستر نړیوال داسي ځواک سره مخ دي چې په دي کارونو کي ډیره تجربه لري . هغوي غواړي لکه څنګه یی چې د حزب اسلامي څخه یو شمیر غړي د کابل په رژیم کی ورننویستل اود هغوې څخه اوس د خپلو موخو د ترلاسه کولو په خاطر کار اخلي په همدي توګه د طالبانو دغورزنګ یو شمیر کسان هم یو دبل په خلاف د سیاسي خبرو اترو اویا نورو مسایلو له مخي واخلي او د طالبانو غورزنګ هم د کمزورتیا سره مخ کړي .»

دې ورځو کې د روزني او څېړنې ټولني، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې له ۵۰۰۰ تنو څخه پوښتلي او ۹۵ په سلو کې افغانانو رایه ورکړې چې د سولې بهیر باید ادامه پیدا کړي او مخالفین باید په دولت کې هضم شي . خو اسلامي ګوند د داسې کادرونو په شتون کې چې خپله اروپا کې اوسیږي، غواړي په هیواد کې دننه د جګړې اور بل وساتي ، افغانان سولې او تفاهم ته نږدي نه شي او له کافرې اروپا څخه، د لویدیځ له ټولو امتیازونو څخه په ګټې د ساده افغانانو د جنګولو لپاره د جهاد او مقاومت سندره غبرګه تاوه کړي .  

مذهبي توندلارې که د افغانستان په هر سمت او یا قوم پورې ځان تړلی بولي په پایله کې په ګډه، د مرکزي حکومت د پیاوړتیا د مخنیوي، حکومت کې دننه د اداري فساد او نړۍ سره د اړیکو د پري کولو او د افغانستان د ګوښه توب لپاره په هڅو کې سره شریک دي.

د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۲۷ مه

 


March 28th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات